اخبار روز/آرشيف
گزارشها
چي دځوانانو نيستي شوه نو منو خان هم منو خان شو
دا ارمان به درسره ګورته يوسي!
شير شاه عزيزي
وايي چي انګريزانو دبلوچستان دقلات خان ته وويل: مونږ غواړو افغانستان ونيسو ده وويل: كله مو نيت دي چي لښكري وليږي؟
انګريزي استازي په ډير غرور ورته وويل: هو! مونږ افغانستان ته ننوتلي يو، دقلات خان په ډير ډاډمن زړه وويل: آيا دبيرته راوتلو فكر دي هم كړيدي؟
هوكي! پاكستان وروسته له ډيرو لانجو، وژنو او بدمرغيو چي په افغان ولس يي راوستي، پريكړه وكړه چي دډيورنډ په كرغيړنه كرښه ماينونه وكري.
درپوټونو په حواله دغه كار اوس د 2000 پاكستاني سرتيرو لخوا انګور اډي ته څيرمه په اعظم ورسك، توره ولسوالي، ګومل او قمردين كاريز سيمو كي دماين ايښودني كار پيل شوي.
خو دپكتيا والي محمد اكرم خپلواك په دي خبره خپل زړه ته تسل وركوي چي ګواكي (پاكستاني سر تيري پر هغو سيمو اغزن تار نه غځوي چي طالبان پري تګ راتګ كوي)
دغه پريكړه په داسي وخت كي بڼه خپلوي چي په افغانستان كي اوس دسر دسړيو نيستي راغلي او دومره څوك نشته چي پاكستاني ښاغلو ته ووايي، چي پرمخ دي څو ګلونه دي.
او اوسني افغان دولت هم يوازي او يوازي په دي بسنه كوي چي ووايي دا كار ولسونه سره بيلوي او ماين دبشريت ضد پديده ده، كه ښه ځير شو نو دطالبانو له ماتي وروسته يو ځل بيا زمونږ دبي ګناه وګړو وژنه او بد مرغي پيل شوه.
داځكه چي بدل پاكستاني ملايان په ډيره سپين سترګي سره خپلي فتواوي افغانستان ته را واردوي او دلته يي له مخه زمونږ خلك وژل كيږي، سړكونه او پلونه مو ورانيږي، فابريكي مو جوړيدوته نه پريږدي او هان چي ښوونځي مو سوځوي او ښوونكي مو وژني.
خو ددغو ملايانو زامن او لوڼي همدا اوس هم په غربي او اروپايي هيوادونو كي په زده كړو بوخت دي او مونږ ته فتوا را استوي چي ګني په كفري نظام كي دنجونو او هلكانو ښوونځي بايد وتړل شي او وسوځول شي.
وايي چي (دزمريانو له نه شتون څخه ګيدړي په پامو كرځي)
په رښتيا چي مزدور اوس په بادار ګواښونه كوي او باداري اوس دهلكانو په لاس كښيوته. څه موده وړاندي كله چي دپاكستان صدر اعظم شوكت عزيز دخپل يوه رسمي سفر په ترڅ كي چي افغانستان ته يي درلود، وويل چي پر كرښه دماين كرل اړين كار دي، خو له بده مرغه او په ډير افسوس چي زمونږ ولسمشر، ښاغلي حامد كرزي ماين يوازي دبشريت ضد پديده وبلله او په دي يي سترګي پټي كړي چي دا كرښه دحكومتونو په واك كي نه بلكي دولسونو او ملتونو حق دي او هيڅوك دا حق نه لري چي په يوازي توګه هغه كرښه چي افغان ولس يي په رسميت نه پيژني پر خلكو وتپي.
پاكستاني واكداران بايد په دي پوه شي چي افغانستان هغه هيواد دي چي تر اوسه يي داسي امپراطوري پخپله خاوره كي په ګونډ وكړي چي په لاندي شوي ځمكه كي به يي لمرنه پري واته او ستا غوندي هيوادونه يي يوه كوچني علاقه شميرل كيدله.
همدا راز، پاكستان هغه وخت هم بايد خپلو سترګوته ودروي چي كله شهيد سردار محمد داود خان په 24 ساعتونو كي دعسكري خدمت دوه دوري راوغوښتي.
له بلي خوا پاكستان بايد دافغانانو هغه قرباني له هيره ونه باسي كوم چي دروسانو په وړاندي يي له ځانه وښودي او په لسګونو زره مبارزين په شهادت ورسيدل، ځكه افغانانو نه يوازي دا چي خپل هيواد يي له غلامي وژغوره، بلكي دپاكستان پر وړاندي يي احتمالي ګواښ هم په پوره ميړانه له مينځه يووړ.
پاكستان بايد ډاډه اوسي كومه بده ورځ چي اوس په افغانستان راغلي او زمونږ بي ګناه وګړي ساه ايستلوته نه پريږدي، ډير ژر به ددوي لمنه هم ونيسي.
ځكه يو وخت پاكستان كوم موقف درلود؟ او دافغانستان دامپراطوري لمنه تركومو سيمو پوري غځيدلي وه، بيا به هم افغانستان داسي مرحلي ته حتمي رسيږي چي خپل دښمنان دنابودي په سيند لاهو كړي. انګريزي لښكر چي دوخت په پر مختللو وسلو ښه سمبال وو دي خاوري ته راننوت اوغوښتل يي چي په خپلو پليتو قدمونو داد ميړنيو ټاټوبي ناولي كړي، خو وروسته دنارينه وو لاڅه چي ددي هيواد دپتمنو او غيرتي پيغلو دميړاني له امله په نيم اونيم ژواندي حالت له دي خاوري ووت او دتل لپاره يي دمجاهدينو وسلي په خپلو موزيمو او دخپلو ماتو خاطري په كتابو كي وساتلي تر څو ددوي راتلونكي نسلونه ددوي په شان ونه غوليږي.
غواړم په دي هكله ديوه انګريزي تاريخ ليكونكي (ملسون) يوه بيلګه راواخلم نو موړي دافغانستان په تاريخ كي ليكي: (روسانو دامير شي علي خان د دوهمي واكمني په وخت كي په يوه رسمي ليك كي وليكل چي راځي افغانستان سره وويشو، نيم ستاسي او نيم زمونږه خوانګريزانو په صفا ټكو كي ځواب وركړ، چي افغانستان كه هضميداي شواي، نو مونږ ويش ته نه پريښود او اوس به مو وخته خوړلاي واي.)
پاكستان هم بايد پورتنيو عبرتونوته په پام سره خپل راتلونكي نسل ته ستونزي ونه زيږوي او داسلام دسپيڅلي دين سره سم له مسلمان ګاونډي سره ګاونډيتوب وكړي، كه نه بيا به افغانستان داسي نه وي لكه چي اوس دي او همدا راز نه به تل له تاسي سره دا پاور طاقتونه مرستندوي وي، ځكه پښتانه بيا نه په اغزن مزي او نه په ماينونو سره جلا كيږي اونه به داسي يو طاقت وي چي هغوي سره جلا كړي.
افغانانو ته هم لمن غوړوم چي ددي ځوريدلي ملت په خاطر سره يو شي خپلي خپلمنځي ستونزي يوي خواته پريږدي او پري نه ږدي چي ستاسي پر برخليك څوك لوبي وكړي او په ماينونو مو سره جلا كړي.
انګريز امپراتوري وه دومره لويه
چي لمر سترګه به نه پكي لويدله
خو چي وريي دافغان دتوري وليد
دجهان نه يي لمن را ټوله شوله
حبيب الله رفيع
صفحه بعد - صفحه قبل